په غزني ولایت کې د ولسونو د اتحاد غونډه

taqi2_admin
Wed, Oct 29 2025 11:24 AM
په غزني ولایت کې د ولسونو د اتحاد غونډه

 

شنبه ۳/جمادي الثاني/۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد او ورسره مل پلاوي نن په غزني ولایت کې د ولسونو، اتحاد، اسلامي نظام بقاء او هوساینې تر عنوان لاندې لویه ولسي غونده جوړه کړه چې پر مهال یې د ولایتي ادارو مسؤلینو په ګډون، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو هم برخه لرله.

قومي مشرانو د دغې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت له خدمتونو ستاینه وکړه ویې ویل: موږ باید د اسلامي امارت شکر وباسو، ځکه امنیت او ثبات د دې نظام د هڅو نتیجه ده، چې د ولسونو په همکارۍ یې ترلاسه کړی. دوی د یادې غونډې له لارې په ټول ولس غږ وکړ چې د ورورۍ او یووالي لاسونه سره ورکړي او په ګډه د دښمنانو پر وړاندې قوي او متحد ودرېږي.

وروسته د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین  ښاغلي احمد وینا وکړه ویې ویل: افغانانو د خپل ملت د عزت او ازادۍ لپاره د اشغالګرو په وړاندې بې‌ مثاله مبارزه وکړه او خپل سرونه یې نذرانه کړل. هغه زیاته کړه: زموږ د میلیونونو شهیدانو ستر مقصد همدا وو، چې پر ځمکه د رب العزت قانون نافذ شي، ترڅو رڼا یې په ټوله نړۍ خپره شي. هغه د خلګو د قربانیو په قدرداني سره وویل: په دې سپېڅلې خاوره د اسلامي بیرغ رپېدل، د الله د لارې د پیروانو د کلک عزم او د دین د لوړتیا څرګندونه کوي.

همداراز د وزارت د څړځایونو او خدمتونو د اقتصاد رئيس مفتي لعل محمد منیب زیاته کړه:
 افغانستان د څو لسیزو په اوږدو کې د ډېرو بریدګرو او ظالمو ځواکونو د ماتې ځای پاتې شوی دی. اوس د افغان ملت پر وړاندې د انسان قاچاق او وحشت په نوم نوې جګړه پیل شوې ده. افغان ملت باید ویښ او هوښیار پاتې شي او په کلک عزم سره دا جګړه وګټي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu