تخار کې د ملت د یووالي او اسلامي نظام د بقاء تر سیوري لاندې ولسي غونډه ترسره شوه

taqi2_admin
Mon, Oct 13 2025 9:24 AM
تخار کې د ملت د یووالي او اسلامي نظام د بقاء تر سیوري لاندې ولسي غونډه ترسره شوه

 

يکشنبه ۱۹ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټول هيواد کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي غونډو لړۍ پیل کړې، چې د همدې غونډو په دوام نن په تخار ولایت کې د دغه وزارت د معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري له مسؤلينو، سيمه ييزو مشرانو، علماوو او عامو خلکو سره يوه لويه غونډه رابلل شوې وه.

غونډې ته د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي احمد په خپلو خبرو کې وويل: دا نظام د قربانیو او سرو وینو په بدل جوړ شوی او اوس یې ساتنه د هر با احساسه افغان ګډ مسؤلیت دی. هغه د ولسي ستونزو په هکله خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د همداسې ولسي غونډو له لارې د ولس ستونزې اخلو، خپلو مشرانو ته يې رسوو ترڅو د حل ممکنه لارې ورته ولټول شي. نوموړي همداراز زياته کړه: تاسو ټول ګواه یاست، چې د اسلامي امارت مسؤلین شپه او ورځ د ولس د ستونزو د حل لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

قومي مشرانو د غونډې پرمهال څرګنده کړه، چې له اوږدې مودې وروسته د دې خاورې ولسونه  د یووالي او اتفاق په روحیه سره راټول شوي دي. دوی زياته کړه: الله تعالی موږ ته داسې مشران راکړي، چې د ولس خدمت یې ویاړ او له ملت سره مینه یې خپل سعادت ګڼلی دی. يادو مشرانو د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د هغو لارښوونو د لوستلو ترڅنګ، چې د ناوړه دودونو او ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه دي وويل: ولسونه دې له هر ډول تعصب ځانونه وساتي او د اتحاد، ورورولي او ګډې پرمختیا فکر دې تل ژوندی وساتي.

په پای کې د کوچیانو د اقتصادي خدمتونواو څړځايونو رئيس مفتي لعل محمد منيب د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خبرې وکړې ويې ويل: په دې خاوره ډېر نظامونه راغلي او تېر شوي، خو نن الحمد لله، چې اسلامي نظام پري حاکم دی تاسو پرتله کړئ چې دا نظام د عدالت، امنیت او خدمت له پلوه له پخوانیو سره څومره توپیر لري.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu