د کندهار او زابل ولايت اړوند د ډيورنډ فرضي کرښې بررسي او څېړنه ترسره شوه

taqi2_admin
Sat, Oct 11 2025 1:31 PM
د زابل او کندهار د ځینو ولسوالیو بررسي وشوه

 

شنبه ۱۸ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو رئیس مفتي فیض محمد فیضي د يوه ګډ پلاوي په ملتیا د ۱۴۰۴ هـ ل کال له کلني پلان سره سم د کندهار ولایت اړوند فرضي کرښې ته څېرمه پنځو ولسوالیو او د زابل ولايت شملزو ولسوالۍ ته سفر وکړ، چې موخه يې د ډېورنډ فرضي کرښې څېړنه او بررسي وه.

یاد پلاوي لومړی د کندهار سپین بولدک، شورابک، ریګستان، ارغستان او معروف ولسواليو او بيا وروسته د زابل ولايت شملزو ولسوالي ته سفر وکړ چې پرمهال یې له سیمه ييزو مسؤلینو، قومي مشرانو او فرضي کرښې ته څېرمه پرتو خلکو سره ناستې وکړې. دغه هیئت د ناستو په ترڅ کې د فرضي کرښې په شاو خوا ساحو کې د شته ستونزو په اړه معلومات ترلاسه کړل او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د حل لپاره به يې اړوندارګانونه په جریان کې کړي. 

د دغه سفر په ترڅ کې د کندهار په پنځو ولسواليو کې (۵۸۲.۰۳۵) کيلو متره او د زابل په شملزو ولسوالۍ کې (٩٢.٢١٧) کیلومتره بررسي او پلټنه ترسره شوه، چې په مجموعي توګه (٦٧٤.٢٥٢) کیلومتره تثبيت شوه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu