بلخ کې د شاوخوا پنځو لسيزو دوامدارې شخړې پای وموند

taqi2_admin
Mon, Sep 29 2025 3:06 PM
بلخ کې د شاوخوا پنځو لسيزو دوامدارې شخړې پای وموند

 

دوشنبه  ۲۹ ربیع الاول۱۴۴۷

د بلخ ولایت نهرشاه ولسوالي د شهرک افغانيه په کلي کې د دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې د ملکيت پر سره را پورته شوې ۵۰ کلنه دوامداره شخړه، چې دواړو غاړو ته يې لويې ستونزې پېښې کړې وې حل شوه.

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونه، د قومي مشرانو، مصلحینو او علماوو په هڅو يوه غونډه راوبلل شوه په دې غونډه کې د علماوو له لوري د عفوې، يووالي، حق او عدالت په اړه خبرې وشوې او له ښکېلو لورو څخه تعهدونه واخيستل شول.

په پای کې د مسؤلينو له لوري د يوې عادلانه پرېکړې پر بنسټ دواړه خواوې په پوره رضایت سره د شخړې د حل موخه فيصلې ته چمتو شوې، يو بل يې وبښل او د يادې شخړې اوږده لړۍ پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu