له ولسونو سره د اسلامي امارت د مسؤلينو د غونډو دوام

taqi2_admin
Mon, Sep 29 2025 2:55 PM
له ولسونو سره د اسلامي امارت د مسؤلينو د غونډو دوام

دوشنبه  ۲۹ ربیع الاول۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي رياستونو په همغږۍ د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسوالي له اوسيدونکو سره د ترسره کېدونکو ناستو په دوام تېره اونۍ د تخار ولايت په هزار سموچ، د هرات په کشک رباط، کندهار په ارغستان، د سمنګان په خُلم، د ننګرهار په اچين او هسکه مينه، د لغمان په دولت شاه او باد پښ او د پکتيکا ولايت په ۷ ولسواليو مټاخان، يحيی خېل، وازېخوا، یوسف خېل، خير کوټ، تر وو او وړ ممۍ والسوالۍ کې له عامو خلکو سره ناستې ترسره کړې.

د دغو ناستو په ترڅ کې د اسلامي امارت مسؤلينو د ولسواليو له استازو، قومي مشرانو، علماوو او عامو خلکو سره د اميرالمؤمنين حفظه الله هغه فرمانونه شريک کړل، چې د ټولنې د ناسمو دودونو او رواجونو د مخنيوي سپارښتنې پکې شوې دي. دوی د نظام په ملاتړ او ټنګښت کې د ولسي خلکو د يووالي، اخوت او همغږۍ ستاينه وکړه.

قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت لخوا ولسي خلکو سره د دا ډول راټولېدنو هرکلی وکړ همداراز يې دا چاره د ټولنې د ثبات او ستونزو او رېدو لپاره يوه غوره فرصت هم وباله، چې په همدې سره يې خپلې سيمه ييزې ستونزې هم له مسؤلينو سره شريکې کړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu