((اسلامي امارت هوډ لري چې هېواد د دوامداره پرمختګ او اقتصادي ځان بساینې پر لور روان کړي))

taqi2_admin
Sun, Sep 21 2025 10:45 AM
((اسلامي امارت هوډ لري چې هېواد د دوامداره پرمختګ او اقتصادي ځان بساینې پر لور روان کړي))

یکشنبه ۲۸ ربیع الاول۱۴۴۷
د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د ۱۳ بیلابیلو عام المنفعه  پروژو بنسټ ډبرې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي  لخوا داسې مهال کېښودل شوې چې د یاد ولایت مرستیال والي، سیمه‌ یزو مسولینو او ځایي خلکو هم حضور درلود.

 د سرحدي پلټنو معین ښاغلي غزنوي په همدې مناسبت جوړې شوې غونډي ته وویل چې اسلامي امارت هوډ لري ترڅو هېواد د دوامدار پرمختګ او اقتصادي ځان بساینې ته ورسوي. نوموړي زیاته کړه چې ډير تمرکز یې پر هغو سرحدي او له پامه غورځېدلو سیمو دی چې تر دې وړاندې له خدماتو بې‌ برخې پاتې شوې وې. ښاغلي غزنوي دغه راز وویل، چې موږ د امیرالمؤمنین د ځانګړي حکم پر اساس دلته راغلي یو، تر څو د ډڼډپټان او ځاځي اریوب ولسوالیو هغو سیمو ته چې فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي او خلکو ته یې د خدمت رسونې په موخه ۱۰۰ ملیونه افغانی منظورې شوي په لومړی قدم د ۵۷ ملیونو افغانیو په  ارزښت د ۱۸ پروژو له ډلې د ۱۳ پروژو کارونه عملاً په ساحه کې پیل کړو.

د پکتیا مرستیال والي یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د داسې پروژو په لاره اچول یې د یادو سیمو د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ پیل وباله. سیمه‌ ییزو اوسېدونکو هم  څرګنده کړه چې په تېرو پنځو پېړیو کې له حکومتي خدماتو بې‌ برخې پاتې وو خو اوس لله الحمد د اسلامي امارت په را تګ سره د دوی سیمو ته په پراخه کچه پاملرنه شوې ده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu