په پلازمينه کابل، بلخ او کنړ ولايت کې د ولسي شخړو حل!

taqi2_admin
Tue, Sep 16 2025 10:26 AM
په پلازمينه کابل، بلخ او کنړ ولايت کې د ولسي شخړو حل!

سه شنبه ۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني په مشري د کابل ولايت په پغمان ولسوالي کې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه.چې څوتنه پکې ټپيان شوي وو حل او دواړه خواوې سولې ته راوګرځول شوې. همداراز دبلخ ولايت دسرحدونو ق.ق چارو رياست مسؤلينو د ځايې سپين ږيرو او علماوو په ملتيا مزار شريف ښار کې د څو کورنيو ترمنځ دخپلمنځي اختلافاتو له کبله راپورته شوي جنجالونه هوار کړل او ښکېل لوري يې ورورولي ته راوبلل.په ورته مهال د کنړ ولايت په کرهاله کې د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس د هغې کورنيو ترمنځ روغه جوړه وکړه، چې څه موده وړاندې يې ترمنځ وهل ټکول شوي وو او ژورې ستونزې يې راپورته کړې وې، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب له تاو تريخوالي راوګرځول او سوله يیز ژوند يې پيل کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu