په بامیان ولایت کې د قومونو ترمنځ ولسي ناسته ترسره شوه

taqi2_admin
Sat, Aug 30 2025 2:14 PM
په بامیان ولایت کې د قومونو ترمنځ ولسي ناسته ترسره شوه

 

شنبه ۶ ربيع الأول ۱۴۴۷

د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت له لوري د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د اسلامي اخوت او د خلکو د ستونزو د اورېدو تر سرلیک لاندې ولسي ناسته د یاد ولایت د والي الحاج مولوي عبدالله، دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون ترسره شوه.

په پیل کې د بامیان والي الحاج مولوي عبدالله د اسلامي امارت په ملاتړ او همکارۍ د یاد ولایت د خلکو ستاینه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله ټول فرمانونه باید زموږ په ټولنه کې عملي شي، ځکه د خلکو د ښېګڼې او هوساینې راز په همدې کې نغښتی دی.

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب ‌الله سجاد د مسلمانانو د یووالي او ورورولۍ پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د امیرالمؤمنین له لوري صادر شوي فرمانونه د ټولنې د فرهنګي اصلاح او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره یوه پراخه تګلاره ده. هغه وویل چې د یاد فرمان په تطبیق سره به هغه ستونزې، چې د مړو د تدفین پر مهال د بې ‌ځایه لګښتونو او یا د خوښیو او ښادیو په مراسمو کې د افراط او زیاتو مصارفو له امله رامنځته کېږي، په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

د غونډې په وروستیو کې ګډونوالو خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې د نظام امیر یې د ټولنې په هره برخه کې د خپل رعیت حالاتو ته ځانګړې پاملرنه کوي، څو مسلمانان په اسلامي اصولو برابر، له اسراف او بې ‌ځایه لګښتونو پرته خپل ورځنی ژوند پرمخ یوسي او د سالمې ټولنې د جوړېدو لپاره له خپلو مسؤلینو سره ګډه ونډه واخلي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu