د میدان وردګ په دایمیرداد ولسوالي کې له قومي مشرانو او عامو خلکو سره غونډه وشوه

taqi2_admin
Thu, Aug 28 2025 10:27 AM
د میدان وردګ په دایمیرداد ولسوالي کې له قومي مشرانو او عامو خلکو سره غونډه وشوه

 

پنجشنبه ۴ ربيع الأول ۱۴۴۷

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلان او لارښوونو پربنسټ د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالي کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو آمریت لخوا د ولسونو له استازو، قومي مشرانو او ديني عالمان سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو په مناسبت غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د اسلامي امارت مشرانو د خپلو خبرو له لارې د اسلامي امارت لاسته راوړنې روښانه کړې، ولسونو ته يې په هيواد کې د بشپړ امنيت، مال، ځان او عزت د خونديتوب ډاډ ورکړ. يادو مشرانو د همدې غونډې پرمهال دامیرالمؤمنین حفظه الله هغه فرمانونه خلکو ته ولوستل، چې پکې د خېښیو، ودونو، مړي، حج او عمري په مراسمو کې د لوړو لګښتونو د مخنیوي لارښوونې شوې دي.

ورپسې ولسي خلکو خپلې سيمه ييزې ستونزې او وړانديزونه له مسؤلينو سره شريک کړل او د ډاډ په څرګندولو سره يې د اسلامي امارت له مشرانو څخه مننه وکړه، چې په وينا يې د دوی ترڅنګ ولاړ دي او ولسي ستونزو ته يې د حل لارې لټوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu