نن په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د ایران له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلی  سره وکتل. 

taqi2_admin
Wed, Aug 27 2025 1:51 PM
نن په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د ایران له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلی  سره وکتل. 

چهارشنبه، ٣ ربیع‌الاول ١٤٤٧ 


په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د ښه اړیکو پر بنسټ د اقتصادي پراختیا، متقابل باور، سیمه ییزو مسائلو او د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي نوري یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان او ایران تر منځ دوستانه اړیکې تاریخي دي، نوموړي له پلاوي وغوښتل چې د متقابل باور له مخې به له یو او بل سره همکاري ته دوام ورکوو.
نوري صاحب په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې: افغانان څلوېښت کاله جګړو ځپلي دي، د سیمې ډېری هېوادونو ته یې هجرتونه کړي دي، له ښاغلي بیګدلي څخه یې وغوښتل چې په ایران کې له مېشتو افغانانو سره دې د اسلامي او نړیوالو نورمونو په چارچوب کې برخورد وکړي.


د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي په خپلو خبرو کې وویل: د ایران حکومت ټولو همسایه هیوادونو ته په ځانګړي ډول افغانستان ته درناوی لري، هڅه کوي چې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي، بیګدلي د دواړو هیوادونو تر منځ همغږي مهمه وبلله او له افغانستان سره یې د دوامدارې همکاري ژمنه وکړه

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu