سمنګان کې ۷ کلنه شخړه په سوله ييزه توګه هواره شوه

taqi2_admin
Mon, Aug 25 2025 9:04 AM
سمنګان کې ۷ کلنه شخړه په سوله ييزه توګه هواره شوه

يکشنبه ۳۰ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د ياد ولایت مرکز اړوند په ګل قشلاق سیمه کې هغه راپورته شوې شخړه چې، د دوو کورنیو ترمنځ له نېږدې ۷ کلونو راهیسې روانه وه او ګڼې ستونزي يې را ولاړې کړې وې د يوې قومي جرګې له لارې پای ته ورسېده. د دغه قومي جرګې په رابلل شوې غونډه کې د سمنګان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت مسؤلینو، د سیمې ديني عالمانو او ګڼ شمير اوسېدونکو ګډون کړی وو، چې مسؤلينو او ګډونوالو د دواړو کورنیولخوا يو بل ته د بښنې کولو له امله ستاینه وکړه او د سولې او یووالي پر لور دا ګام يې ګټور وباله. ښکېلو لوريو هم د يادې روغه جوړې په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه يې د مسؤلينو هڅې وستایلې. هغوی زیاته کړه چې د شخړو سوله ییز حل نه یوازې د کورنیو ترمنځ کینې پای ته رسوي بلکې د ټولنې د یووالي او همغږۍ لامل هم ګرځي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu