پروان کې مسؤلينو له خلکو سره يوه لويه ولسي غونده ترسره کړه

taqi_admin
Mon, Aug 04 2025 10:08 AM
پروان کې مسؤلينو له خلکو سره يوه لويه ولسي غونده ترسره کړه

يکشنبه  ۲۴محرم‌الحرام ۱۴۴۷ د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو هوساینې تر عنوان لاندې د پروان ولايت له خلکو سره د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا يوه ستره ولسي غونډه جوړه شوه.دا غونډه د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ د مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري د مل پلاوي په حضورکې ترسره شوه، چې پکې د ياد ولايت والي مفتي محمد ادريس انوري، علماوو، قومي مشرانو او ګڼو ولسي خلکو ونډه لرله.د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي تسلیم‌ الله حقاني د پيل په وينا کې وويل: نن چې د پروان ولسونه په يو ټغر راټول دي همدا د يووالي او اتفاق يو روڼ انځور دی او هيله لرو، چې د تل پاتې ثبات بنسټ به وګرځي.قومي مشرانو د ا.ا په حاکميت خوښي څرکنده کړه اوويې ويل:موږ دهمداسې يوشرعي نظام دراتګ خوبونه ليدل،چې الله ج داپېرزوينه راباندې وکړه اوله اسلامي نظام څخه یې برخمن کړو،دوی همداراز په وار وارخپلې ولسي ستونزې هم له ورغليو مشرانو سره شريکې کړې،چې دحل په موخه يې دجدي پاملرنې غوښتنه وکړه.د وزارت د جرګو او قبایلي چارو مرستیال، الحاج مولوي محمد علي جان احمد وویل: د مېلیونونو شهیدانو په سپېڅلو وینو لاسته راغلی نظام زموږ د ټولو ګډ کار، وفادارۍ او ملاتړ ته اړتيا لري، تر څو لا پیاوړی شي.

نوموړي په خلکو غږ وکړ، چې په یو غږ یو عزم او یو صف کې د دې نظام ملاتړ وکړي ترڅو دا امانت راتلونکو نسلونو ته هم وساتل شي. ښاغلي احمد له امريکا او د هغوی متحدينو سره شل کلنه مبارزه د الله ج د رضا، د هيواد ازادي او د ولسونو د هوسا ژوند لپار وبلله.

 

د غونډې په وروستۍ برخه کې د کوچيانو چارو عمومي رئیس ملا محمد بصر صاحبزاده په تېر شل کلن جهاد کې د پروان د خلکو قربانۍ وستايلې او دا يې د ا.ا. مسؤليت وباله، چې په ټول توان د دې خلکو خدمت وکړي.

 

همدا راز د جرګو رئیس شیخ نیک محمد افغاني د ناوړه رواجونو په مورد د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د فرمان لوستلو تر څنګ د هغه د پلي کولو سپارښتنې هم وکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu