پروان کې ۱۷ کلنه کاپيسا کې ۱۳ کلنه او په لغمان کې يوه بله شخړه د اړوندو مسؤلينو له لوري هواره شوه

taqi_admin
Mon, Jul 07 2025 3:38 PM
شخړه

 

دوشنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر په مشري د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په دوامداره ستړياوو د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه شخړه هواره شوه، چې له دواړو لوريو پکې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور پکې ټپيان شوي وو.

د يادې شخړې د حل کېدو پرمهال د اسلامي امارت منسوبينو په خپلو ويناوو کې د عفوې او بښنې په ارزښت خبرې وکړې، ښکېل اړخونه يې سولې ته وهڅول او د هغوی ترمنځ يې په وروولۍ ټينګار وکړ. طرفينو په ترسره شوې فيصله د رضايت ترڅنګ د ا.ا.ا له مشرانو مننه وکړه، چې په وينا يې د ولسونو هرې ستونزې ته پروخت رسېدګي کوي.

په ورته مهال د پروان ولايت مرکز چاريکار تتمدره سيمه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ د نيږدې ۱۷ کلونو شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ مولوي عبدالجلال فيصل په هلو ځلو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل او فصل شوه.

دغه اوږد مهاله شخړه د کورني جنجالونو له امله را پورته شوې وه، چې د ژورو اختلافاتو له وجې يې د يوې کورنۍ مهم غړي (ښځه او خاوند) هم سره جلا کړي وو. مسؤلينو د دې موضوع له پوره تعقيب وروسته د اسلامي شريعت له مخې د دوی ترمنځ د خير په فيصلې سره هغوی بېرته سره يوځای کړل او د خوشحالۍ ژوند يې پيل کړ.

همدا راز د لغمان ولايت مرکز اړوند چهاردهي سيمه هستوګنو ترمنځ د يوې ترافيکې پېښې له کبله هغه راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت له لوري هواره شوه، چې يو کس پکې خپل ژوند بايللی و او ترمنځ يې لويې ستونزې را ولاړې کړې وې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu