بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

taqi_admin
Sat, Jun 28 2025 12:05 PM
شخړه

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

شنبه ۲محرم الحرام ۱۴۴۷

د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د څو لسيزو اوږد مهاله حقوقي شخړه، چې ژور قومي اختلافات يې رامنځته کړي وو، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او سيمه ييزو خلکو په دوامداره هڅو پای ته ورسېده.

د ځمکې د ملکيت پر سر راپوته شوې شاوخوا دې ۷۰ کلنې بدۍ دواړو خواوو ته د قومي اختلافاتو ترڅنګ درانه مالي زيانونه اړولي وو، چې له همدې کبله مشرانو او مسؤلينو له يو لړ اوږدو خبرو اترو وروسته  طرفين یوې هوکړې ته راضي کړل او د جرګې دعادلانه وېش په اساس يې هرکس ته خپل حق وسپاره.

په پای کې دواړو خواوو له هر ډول دعوې دښمنۍ او يادې حقوقي شخړې څخه په لاس اخيستلو سره د اسلامي امارت هڅې وستايلې او د دوی ترمنځ ترسره شوې پرېکړه يې د سیمې د ثبات او قومي همغږۍ لپاره یو مهم ګام وباله.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu