ننګرهار کې ۱۳ کلنه، ارزګان کې يو کلنه او جوزجان کې هم یوه شخړه حل شوه

taqi_admin
Wed, Jun 25 2025 8:47 AM
ننګرهار کې ۱۳ کلنه، ارزګان کې يو کلنه او جوزجان کې هم یوه شخړه حل شوه

سه شنبه۲۷ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ په مامند سيمه کې د يوه کس د وژنې له امله هغه راپورته شوې ۱۳ کلنه شخړه حل شوه، چې د دواړو کورنيو ترمنځ يې اوږدې ستونزې را ولاړې کړې وې.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو، ديني عالمانو او ځايي خلکو په همکاري د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې ښکېل اړخونه سولې ته راضي کړل او ترمنځ يې د يوې شرعي پرېکړې له مخې روغه وشوه.

بلخوا د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دې ولايت د مرستيال والي په حضور کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د دوو کورنيو ترمنځ د يوه کال په دوام هغه رامنځته شوې شخړه هواره کړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او دوه نور پکې ټپيان شوي وو.

همدا راز  په جوزجان ولایت کې د ترافيکي پيښې له امله رامنځته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشري د قومي مخورو او علماوو په همکاري حل او دواړو خواوو روغه سره وکړه، د دغه پيښې پرمهال يو کس وژل شوی و، چې مسؤلينو يې موضوع په سوله ييزه توګه حل او طرفينو د ورورۍ ژوند پيل کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu