په بلخ ولايت کې د درې کلنې شخړې پای

khoram_admin
Mon, Dec 09 2024 12:39 PM
شخړه

 

يکشنبه ۱۴۴۶/۶/۶

د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د دريو بېلابېلو کورنيو ترمنځ په يوه شخړه کې چې، درې کلونه يې دوام درلود او له امله يې دوه کسان مړه شوي وو او يو بل پکې ټپي شوی هم و په سولييزه توګه حل شوه.

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست مسؤلينو، قومي مخورو، علماوو او ځايي خلکو په دوامداره همکاريو د دغو کورنيو د مشرانو سره لومړی جلاجلا ناستې وشوې، د سولې او بښنې په تړاو وپوهول شول اوبيا دې ته راضي کړل شول چې د دښمني پر ځای د ورورۍ لار غوره کړي، چې په همدې توګه يې مسؤلينو ترمنځ د خير فيصله وکړه او درې واړه کورنۍ يې سره پخلا کړې.

همدا راز د دغه ولايت په مزار شريف ښار کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د کورني جنجالونو له امله درې کلنه شخړه پای ته ورسېده او ښکېلو اړخونو د خوښۍ ژوند پيل کړ، د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو دا شخړه داسې مهال هواره کړه، چې لومړی يې ښکيل اړخونه راضي کړل او بيا یې تر منځ د عادلانه فيصلې په کولو سره غاړه غړۍ کړل. 

د سرحدونو، قومونو اوقبايلوچارو وزارت تل هڅه کوي، چې د خپلو محلي ادارو په مرسته د ولسونو ترمنځ هره لويه او وړه ستونزه په سولييزه توګه حل کړي او خلکوته د ارام ژوند زمينه برابره کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu