د بغلان ولایت له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

khoram2_admin
Sat, Nov 23 2024 8:17 AM
ناسته

پنجشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د بغلان ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې پرمهال د بغلان ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه راغلیو سیمه ییزو مشرانو او علماء کرامو اسلامي نظام د خدای تعالی ﷻ یوه لویه پیرزوینه وبلله او په خپلو سیمو کې یې د یو لړ ستونزو د حل ترڅنګ یادونه وکړه چې د بغلان ولایت مرکز دي بیرته خپل پخواني ځای ته یووړل شي تر څو د خلکو د غوښتنو او اړتیاوو په پوره کولو کې اسانتیا رامنځته شي.

د قومي مشرانو او علماوو ترخبرو وروسته ښاغلي نوري مشرانو ته ښه راغلاست او هرکلی ووایه، زیاته یې کړه: موږ ستاسې ستونزو ته متوجه یو او ستاسې ستونزې مو د ریاست الوزراء او د اميرالمؤمنين حفظه الله تر مقام پورې رسولې دي. نوموړي قومي مشرانو ته د ډاډ په وړاندې کولو سره وویل: موږ هڅه او کوښښ کوو چې نه یوازې ستاسې ستونزې او غوښتنې پوره کړو بلکې د افغانستان د هرې سیمې خلکو ته پاملرنه وکړو او ژر تر ژره یې مشکلاتو ته حل لارې ولټوو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu