د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کارکونکو ته د ښوونېزې اړتيا سنجونې په مناسبت یو غونډه تر سره شوه!

khoram2_admin
Thu, Nov 07 2024 9:38 AM
ناسته

چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۴

د اداري اصلاحاتو کمیسیون، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سره په همغږي د یاد وزارت کارکونکو د ظرفیت لوړولو او د ښوونې اړتیاوو د تشخیص لپاره یو پروګرام د پوښتنلیکونو په وېشلو سره تر سره کړ.

یاد پروګرام د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بشري زیرمو رئیس مولوي کریم شاه تیلوی د اداري اصلاحاتو کمیسیون څخه راغلو مسئولینو ته هرکلی ووايه او د اسلام له نظره یې د زده کړو پر اهمیت او ارزښت رڼا واچوله زیاته یې کړه چې د پوښتنلیکونو له ویشلو څخه هدف د کارکونکو د ښوونې اړتیاوې مشخصول دي، ترڅو په راتلونکي کې دغه وزارت د دې اړتیاو پر بنسټ د کارکونکو لپاره تعلیمي او د ظرفیت لوړولو پروګرامونه په لاره واچوي.

همداراز د اداري اصلاحاتو کمیسیون مرستیال ښاغلي مفتی فرید احمد، په دولتي ادارو کې د چارو په چټکولو او اسانه کولو خبرې وکړې. ویې ویل: د داسې پروګرامونو جوړولو هدف په ادارو کې د علمي کادرونو استخدام، کار اهل کار ته سپارل، ښه حکومتولي، د کار پروسې ساده کول او له کاغذ پرانې څخه د مخنیوي لپاره په لار اچول کيږي. په پای کې د اداري اصلاحاتو کميسيون څخه د راغلويو مسئولینو له لوري پر کارکونکو فورمونه وویشل شول چې له ډکولو وروسته راټول او د ارزونې په موخه اړوندې ادارې ته انتقال شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu