د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت او اړيکو دفتر (TLO) مؤسسې ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه!

khoram_admin
Mon, Oct 28 2024 2:27 PM
هوکړه

 

دوشنبه ۲۵/۴/۱۴۴۶

نن له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قباپلو چارو وزارت او د اړیکو دفتر مؤسسې تر منځ د پراختیایي چارو او دوه اړخیزو همکاریو په موخه هوکړه وشوه چې پر مهال یې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د مقام د دفتر رئيس مولوي نيازمحمد تقي، د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ رئيس شيخ نیک محمد افغاني، د ښوونې او روزنې رئيس مولوي عبدالرحمن رحماني، د بشري زېرمو رئيس مولوي کريم شاه تېلوي او د کوچيانو د څړځايونو او اقتصادي چارو د رئيس مفتي لعل محمد منيب او د اړیکو دفتر مؤسسې مرستيال انجنير عبدالرحيم خُرم او د دفتر استازي ډاکټر شعيب ارسلان پکې ګډون کړی وو. 

د دغې هوکړې له مخې به د اړيکو دفتر (TLO) له دغه وزارت سره په همغږۍ د علماوو، قومي مشرانو، متنفذينو، کوچيانو، او ځوانانو په ملتیا د ولسي جرګو او مرکو له لارې د شخړو د حل په برخه کې د مرستې ترڅنګ، د کوچيانو عمده ستونزو ته رسېدنه کوي، د غير قانوني کډوالۍ مخنيوی به کوي، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو، د کوچنيو مالي مرستو پروګرامونو جوړولو، پلچکونو، روغتونونو او ښونځيو د ترميم په برخه کې به همکاري کوي او د پراختیایي چارو او پروژو اړوند مالي لګښتونه به د اړيکو دفتر (TLO) له لوري ورکول کېږي.  

په هوکړه ليک کې د ذکر شویو مواردو په بنا د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت به د خپلو اړونده رياستونو او امريتونو له لارې د پروګرامونو د لاښه پلي کولو او غوره همغږۍ په موخه د اړيکو دفتر (TLO) مؤسسه په رسمي ډول خپلو اړوند ارګانونو ته ورپېژني او په سيمه ييزه کچه د غونډو په دايرولو او په نورو اړوند چارو کې به له یادې مؤسسې سره همکاري کوي. د هوکړې په وروستیو کې د جرګو او همغږۍ مرستیال ښاغلي احمد او د اړيکو د دفتر مؤسسې مرستيال انجنير عبدالرحيم خُرم هوکړه لیک لاسلیک کړ او په دوه اړخیزه همکاري یې ټینګار وکړ

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu