د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالي کې لویه ولسي غونډه جوړه کړه

khoram2_admin
Sun, Sep 29 2024 11:54 AM
ناسته

یکشنبه ١٧/۳/۱۴۴۶

په دې پراخه ولسي ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د شاجوی ولسوالي ولسوال خالد اخندزاده، د زابل ولایت د استخباراتو ریاست اطرافي مدیر حاجي غیاث الحق فاروق، د سیمې سلګونه دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د دغې ولسي ناستې په ترڅ کې دیني عالمانو او قومي سپین ږیرو وویل: د اسلامي امارت قیام زموږ یو لوی ارمان و او استحکام یې زموږ دنده ده. دوی زیاته کړه زموږ کورونه د مجاهدینو سنګرونه وو، که اړتیا شي بیا هم دا ډول قربانیو ته چمتو یو. قومي مخورو د خپلې سیمې د سړکونو د خاموالي، د څښاک د پاکو اوبو نشتون، د روغتیایي کلینیکونو کمبود او د مدارسو د پراختیا په برخه کې یو لړ ستونزې شریکې کړې او له ښاغلي محترم نوري صاحب څخه یې د حل او پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ناستې په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: زموږ د افغانستان خلګ شل کاله په اور کې ولوبېدل خو یوه ورځ یې هم نه چا ته سر ټیټ کړ او نه یې هم په خپل دین، مذهب او ناموس سودا وکړه، نوموړي همدا راز زیاته کړه اسلامي امارت ورځ تر بلې په اقتصادي برخه کې له نړۍ سره اړیکې پراخوي او افغانستان د منځنۍ آسیا د وصل په نقطه بدلېږي.

ښاغلي نوري د افغانانو د شتمني په هکله زیاته کړه: د افغانانو شتمني د جمهوریت پر مهال په امریکا کې ساتل کېده له همدې امله د اسلامي امارت له راتګ سره یاده شتمني امریکا کنګل کړه، نوموړي وویل: اسلامي امارت په یوه ټکني حالت کې د افغانستان وضعیت عادي وساته ددې پر ځای چې ادارې فلج شوې وای، ولسونه له فقر او لوږې سره مخ شوي وای برعکس یې پرمختګ وکړ او په هیواد کې د بیا رغونې، اقتصاد، تعلیم، سیاسي تعاملاتو، امنیت او ملي وحدت په برخه کې فعالیتونه ترسره شول او د پام وړ لاسته راوړنې یې ودرولودې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu