په باميان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ پنځوس ۵۰ کلنه بدي په دوستۍ بدله شوه

khoram2_admin
Mon, Sep 16 2024 7:16 PM
شخړه

دوشنبه ۱۴۴۶/۳/۲۷

د دغه ولايت په يکه ولنګ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو لويو قومونو ترمنځ هغه پنځوس ۵۰ کلنه شخړه هواره شوه چې د وخت حکومتونو او خلکو د ډيرو هلو ځلو سره سره ناحل پاتې وه. د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت، د قومي مشرانو، مصلحينو، علماوو او د ا.ا.ا د ځينو مسؤلينو په شريکو همکاريو دغه اوږده شخړه حل شوه او دواړه طرفونه د سولې په ټغر سره کېناستل.

مصلحينو او جرګه کوونکو د يادې موضوع د ښه تشخيص په موخه سيمې ته سفر وکړ او د دواړو طرفونو په عادلانه فيصله يې دغه پنځوس کلنې شخړې ته د پاي ټکی کيښود. ښکېلو اړخونو د ا.ا.ا له مسؤلينو څخه مننه وکړه چې دغه جنجالي شخړه يې ورحل کړه او ژمنه يې وکړه چې راتلونکي کې به د يو بل پر واندې هيڅ تاو تريخوالي ته زړه نه ښه کوي بلکې د ورورۍ ژوند به کوي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او ادارو په مرسته د ولسونو تر منځ دې ته ورته سلکونه اوږدې، جنجالي او خونړۍ شخړې حل او فصل کړې دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu