د پکتیکا ولایت قومي سپین ږیرو او علماوو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره ولیدل

khoram_admin
Sat, Sep 07 2024 12:32 PM
ناسته

شنبه/ربیع الاول/١٤٤٦/۴


د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ راغلیو قومي مشرانو د ملي یووالي په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت هڅې وستایلې، دوی د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو حقوق خوندي وبلل او له خپله اړخه یې له حکومت سره د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه‌، راغلیو قومي مخورو په خپلو خبرو کې له ښاغلي نوري سره د سرک، روغتيا او په ځینو نورو برخو کې شته ستونزې  شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

محترم الحاج ملا نورالله نوري د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي امارت د حاکمیت په برخه کې د دوی قربانۍ د قدر وړ وبللې او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د ولس په سرښندنو قائم  شوی اوس هم د ولس همکاري ته اړتیا لري، همدا راز نوموړي زیاته کړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دنده لري چې د خلکو ستونزې واوري او په حل کولو کې يې ګړندۍ هڅې وکړي.
ښاغلي نوري صاحب د دوی د ستونزو د حل په اړه وويل موږ هڅه کوو چې ستاسې ستونزو ته د وس تر بریده رسیدګي وکړو او د حل په موخه یې چټک ګامونه واخلو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu