په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنيو ترمنځ ۴۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.

khoram_admin
Tue, Aug 20 2024 11:42 AM
شخړه

دوشنبه ١٤٤٦/٢/١٤ 

په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنيو تر منځ د ځمکو، سرايونو او کورونو پر سر راپورته شوې ۴۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.

هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه پکې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس الحاج رحمت الله "غازي عمر" د ننګرهار ولايت مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنورې او ګڼو نورو مسؤلینو او ځايي اوسيدونکو، قومي مشرانو سپين ږيرو، علماء کرامو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د غونډې هر ګډونوالو په خپل وار خبرې وکړې او د خپلمنځي دوښمنیو په ناوړه پايلو يې رڼا واچوله.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي غازي عمر وويل چې "په ننګرهار ولایت کې د خلکو تر منځ د پېښو شویو شخړو د حل هڅه کوي او په تېر کال کې یې لسګونه شخړې حل کړې دي.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت او د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو د خلکو تر منځ لسګونه شخړې حل شوې دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu