د ډیورنډ فرضي کرښې او نورو سرحدي سيمو اوسېدونکو ستونزې حل کېږي

khoram_admin
Mon, Aug 05 2024 10:52 AM
سرحدي سیمو ته کمېټه ټاکل

دوشنبه-۳۰/۱/۱۴۴۶

د عالیقدر امير المؤمنين شيخ صاحب حفظه الله تعالی په حکم، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزیر الحاج ملا نورالله نوري په مشرۍ د سرحدي ولايتونو مرستيالانو، اړوندو ولايتي رئيسانو، د سرحدي ولسوالیو ولسوالانو او په یادو سرحدي ولسوالیو کې د دفاع وزارت د استازو په ګډون، په ډيورنډ فرضي کرښه او نورو سرحدي ولسوالیو کې د مېشتو اوسېدونکو د اولویه ستونزو د حل لپاره په یادو ولایتونو کې د سرحدي خلکو د ستونزو د حل لپاره د عامې روغتیا، مخابراتو، اوبو او انرژي، فوائد عامې، پوهنې، کلیو پراختیا او بیا رغونې او د سرحدونو او قبایلو چارو له ریاستونو له رئیسانو څخه کمېټې جوړېږي.

دغه کمېټې به د يادو سيمو د اوسېدونکو لپاره لومړني خدمات، د ديني او عصري زده کړو، روغتيا، مخابراتي شبکو، سړکونو او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخو کې تشخیص او تثبیت کوي او عملاً به کار پیلوي. په حکم کې د ماليې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې دغې کمېټې ته د اړتيا وړ بودجه چمتو کړي او په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي. 

په دغه اقدام سره به د افغانستان د ټولو سرحدي سیمو د خلکو مشکلاتو ته تر ممکنه حده رسیدنه وشي او د هغوی اړتیاوې به پوره کړل شي. د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل دا کمېټې به په ډېرو لنډو شپو کې په کارونو پیل وکړي چې په پایله کې به یې د خلکو لومړیتوبونو ته په کتلو سره په ګڼو برخو کې خلک له خدمتونو برخمن شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu