په نیمروز ولایت کې د یوه کس د مړینې په سر را منځته شوې شخړه هواره شوه!

khoram2_admin
Thu, Aug 01 2024 2:22 PM
شخړه

چهار شنبه-۲۵/۱/۱۴۴۶

د نمیروز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس حاجي صالح محمد مسافر د مصلحینو په همکاري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوه کس د مړینې موضوع حل او دواړه لوري یې د ورورولۍ په ټغر کښېنولي دي. دغه منازعه څه موده وړاندې د یوې ترافیکې پېښې پر مهال د یوه کس د مړینې له کبله رامنځته شوې وه، چې د یاد ریاست د مسؤلینو او قومي مشرانو په هلوځلو د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه. د دغې ناستې پر مهال د عفوې په فضیلتونو خبرې وشوې او دواړه لوري بښنې ته راوبلل شول، په غونډه کې شریکو ټولو ګډونوالو د شخړې په حل ټینګار وکړ چې په پایله کې یې طرفین سولې ته راضي شول او یو بل ته یې بښنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټولو ولایتونو کې د خپلو ریاستونو/آمریتونو او د شخړو د حل کمیسیونونو په واسطه د قومي اختلافاتو او خپلمنځي شخړو د هواري په برخه کې شپه او ورځ کار کوي، د ولسونو ترمنځ همغږۍ، یووالی او د ورورولۍ قائمول خپله وجیبه بولي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu