د میدان وردګ او بامیان ولایتونو د شخړو د حل کمیسیون له استازو سره ناسته

khoram2_admin
Sat, Jul 20 2024 5:08 PM
شخړې کمیسیون سره ناسته

پنجشنبه ـ ۱۲/۱/۱۴۴۶

د میدان وردګ او بامیان ولایتونو ترمنځ د څړځایونو او لویو لارو پر سر د اختلافاتو د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د جوړو شویو کمیسیونونو استازو له سرپرست وزیر الحاج ملانورالله نوري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې پر مهال د کمسیونونو استازو د یادو ولایتونو د ځایي خلکو او عبوري کوچیانو ترمنځ د ځمکو او مالڅړونو د موضوع په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د خپلو ترسره شویو کړنو راپور یې ارایه کړ. دوی په دغه برخه خپل ترسره شوي خدمتونه یاد کړل او د ځينو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري د دواړو ولایتونو د کمیسیونونو له ستړیاوو کور ودانی وکړ، زیاته یې کړه چې په یاده موضوع کې به له ولایتي مسؤلینو سره همغږي وکړي او د شته ستونزو د حل په برخه کې به د ولایتي مسؤلینو همکاري وغواړي. هېره دي نه وي چې د ناستې پر مهال د وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس مولوي ګل زرین کوچي هم ګډون کړی و.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu