د سادات قوم له استازو سره د دوه اړخیزه همکاریو ژمنه!

khoram2_admin
Tue, Jul 09 2024 10:15 AM
ناسته

۱۴۴۶/۱/۲

دوشنبه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د بدخشان، بلخ او کُنړ ولایتونو د سادات قوم له مشرانو او دیني عالمانو سره د کتنې پرمهال د دوه اړخیزه همکاریو ژمنه کړې. په دغه کتنه کې د قوم استازو د اسلامي نظام خدمت ته خپله ژمنتیا وښوده، اتفاق او وحدت یې د ټولې افغاني ټولنې د بریا راز وباله. دوی د قومونو د اتحاد په برخه کې د اسلامي امارت په خاصه توګه د دغه وزارت د کړنو ستاینه وکړه او له ولس سره د لا ښې همغږۍ او ملاتړ په موخه د جوړېدونکې غونډې په اړه یې سلا و مشورې وکړې. راغلي مشران په دغه برخه کې د ځینو اسانتیاوو برابرولو غوښتونکي شول. د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي احمد سادات یو روحاني او علمي قوم یاد کړ ویې ویل: سادات هم د نورو افغان قومونو په څېر زموږ د هیواد یو د قدر وړ قوم دی چې هر وخت د اسلامي نظام تر څنګ درېدلي او له هیڅ راز ملاتړ او تعاون څخه یې ځانونه نه دي سپمولي. نوموړي راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې له دوی سره به په ټولو اړوند چارو کې پوره همکاري او لاسنیوی کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu