په غزني او بادغیس ولایتونو کې د څو کورنیو ترمنځ پېښې شوې شخړې په دوستي بدلې شوې

khoram_admin
Mon, Jul 08 2024 2:15 PM
شخړې

دوشنبه ـ۱/۱/۱۴۴۶

د یادو شخړو له جملې یوه یې په غزني ولایت کې یو کال مخکې د دوو کورنیو ترمنځ د فزیکي برخورد له امله پېښه شوې وه، چې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همغږۍ او د قومي سپین ږیرو په هلوځلو په دوستي بدله شوه. یاده شخړه چې طرفین پکې له مودو راهیسې له ستونزو سره مخ و، د ذکر شوي ولایت د محکمې له لوري یاد ریاست ته سپارل شوې وه، چې د مسؤلو چارواکو او مصلحینو د هڅو له برکته یې دواړه لوري سولې ته راضي شول. 

همدارنګه د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ د دوو کورنیو تر منځ د پېښې شوې شخړې د حل په موخه هم د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د سیمه ییزو مشرانو په همکاري یوه منازعه چې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ یې زیاتې ستونزې را پورته کړې وې، د سیمه ییزو مرکچیانو د هڅو په نتیجه کې یې منازعه حل شوه او روغې جوړې ته یې غاړه کېښوده. 

د شخړو د حل په دواړو ناستو کې مسؤلینو او قومي مشرانو له یو بل سره په ګډه همکاري ټینګار کړی او د ولسي وګړو ترمنځ د شخړو حل یې خپل مسؤلیت بللی.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu