د خپلمنځي شخړو د حل په برخه کې د ولسي مشرانو د همکارۍ ډاډ!

khoram_admin
Tue, Jul 02 2024 1:48 PM
شخړه

دوشنبه ـ ۲۴/۱۲/۱۴۴۵

د کندوز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست او سیمه ییزو مشرانو د دوو کورنیو تر منځ د پېښې شوې بدي د حل په غونډه کې د شخړو حل خپل مسؤلیت بللی او له حکومت سره یې د بدیو د هواري په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی.
یاده غونډه تېره ورځ د کندز مرکز ته څېرمه د آهنګري په کلي کې دایره شوې وه، چې پر مهال یې د طرفینو تر منځ دوه کاله مخکې پېښه شوې بدي چې له امله یې یو تن وژل شوی او ځینې مالي زیانونه اوښتي و، د یاد ریاست د مسؤلینو او مصلحینو په ګډه همکارۍ حل و فصل شوه. 

د دغې ناستې په اوږدو کې قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو ویناوې وکړې، د غچ اخیستنې پر ځای یې په بښنه، اتحاد او ورورولۍ ټینګار وکړ او ښکېلې خواوې یې صلحې ته راوبللې. په بدي کې ښکېلو خواوو د ولسي مشرانو او مسؤلینو له ستړیاوو مننه وکړه او له یو بل سره په خوښي د ژوند تېرولو اطمینان یې وړاندې کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu