په ننګرهار ولایت کې ۶۰ کلنه دوښمني په دوستي بدله شوه

khoram2_admin
Sat, May 04 2024 6:27 PM
شخړه

۲۵/۱۰/۱۴۴۵

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د کُنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د دوو مېشتو کورنیو تر منځ ۶۰ کلنه دښمني چې له کبله یې ۵ کسان هم وژل شوي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو او د دره نور ولسوالۍ د قومي مشرانو په برکت په دوستي بدله شوه. د دغې دښمنۍ د حل په موخه د شخړې دواړه لوري، قومي سپین ږیري او د ریاست مسؤلین په یوه مرکه کې راټول شوي وو چې، پر مهال یې مرکچي پلاوي ته اختیار ورکړل شو او له پوره څېړنې وروسته د موضوع په اړه پرېکړه ونیول شوه. په پرېکړه کې یوه لوري ته له افغاني دود سره سم د مرکچیانو عذر وړاندې شو، چې له منلو سره سم یې دواړو لوریو یو بل ته د پخلاینې غېږه ورکړه. د یادونې ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دا او دې ته ورته لویي او وړې شخړې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د سیمه ییزو مشرانو او قومي مخورو په همکارۍ حل کړې دي او په دې برخه کې لا هم ګړندي ګامونه اخلي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu