په ننګرهار ولایت کې شخړه حل شوه

khoram_admin
Sat, May 04 2024 10:11 AM
شخړه

۱۴۴۵/۱۰/۲۴

د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ د اطرافان سیمې او د کڼړ ولایت د ګل درې ولسوالۍ د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې شخړه چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او یوه کوچنی نجلۍ ګروګان نیول شوې وه، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او سیمه ییزو قومي مشرانو په همکارۍ حل شوه. 

د یادې شخړې د حل په غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو او قبایلو چارو آمر مولوي فضل امین امین د بښنې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او د قضیې ښکېل لوري یې ورورولۍ ته را وبلل. 

د غونډې په وروستیو کې مسؤلینو او قومي مشرانو د شخړې د دواړو غاړو تر منځ د خیر پرېکړه وکړه او ښکېلو لوریو یو بل ته د خوښۍ غېږه ورکړه. ناسته د دعائیې په لوستلو پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu