د بلخ ولايت په چمتال ولسوالي کې د لسګونو کلونو شخړه حل شوه

khoram2_admin
Fri, Apr 19 2024 7:47 PM
خبر

دبلخ ولايت په چمتال ولسوالي کې د څلورو بېلابيلو کورنيو تر منځ شخړه چې له لسيزو را پدېخوايې جريان درلود او له طرفينو پکې ٦ کسان مړه او يو شمير زخميان وو حل او په دوستۍ بدله شوه. د يادې شخړې د حل په موخه چمتال ولسوالي ته د بلخ ولايت والي الحاج محمد يوسف وفا، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي مولوي سردار محمد محمدي او يو شمير نورو دولتي مسؤلينو د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ځايي مېشتو قومي مشرانو او مخورو په ګډون ګډه غونډه جوړه کړه. غونډې ته د بلخ والي ښاغلي وفا او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي محمدي د اسلام له نظره د يووالي، سولې او دوستي په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې دوی وویل: دا د الله ج او رسول وینا ده چې د دوو مسلمانانو ترمنځ سوله او دوستي منځ ته راولئ ځکه په سوله کې خیر او برکت دی. وروسته په شخړه کې ښکېلو څلور واړه کورنيو یو بل ته د دوستۍ غاړې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې وروسته له دې به یو بل ته ستونزې نه جوړوي او په ټولنه کې به د ورورولۍ ژوند ته ادامه ورکوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu