په کاپیسا ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

khoram2_admin
Wed, Apr 17 2024 8:54 PM
خبر

د کاپیسا ولایت په حصه دوم ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه چې له تېرو ۱۵ کلونو څخه د یو لړ منطقوي ستونزو پرسر رامنځته شوې وه هواره او په دوستۍ بدله شوه. په همدې موخه د کاپیسا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د آمر ښاغلي صیاد په مشرۍ سپین ږیرو، قومي مشرانو او مخورو ګډه غونډه جوړه کړه. يادې غونډې ته ښاغلي صیاد په خپلو خبرو کې وویل په افغانستان کې ټولو میشتو قومونو ته الله جل جلاله دا استعداد ورکړی، چې هر ډول لوی لوی مسایل د اسلامي اصولو، جرګو او مرکو له لارې حل کړي تر څو وکولاى شي د یو بل تر څنګ د یو سپڅلي اسلامي نظام تر سیوري لاندې د اخوت او ورور ګلوي ژوند ته ادامه ورکړي. په پای کې دواړې کورنۍ سره پخلا شوې او ډاډ یې ‎څرګنډ کړ چې وروسته له دې به یو او بل ته هیڅ ضرر نه رسوي او د ورورولۍ ژوند به کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu