د اطلاعاتو اوعامه اړیکو نوی رئیس معرفي شو

khoram2_admin
Sun, Apr 07 2024 6:14 PM
خبر

۱۴۴۵/۹/۲۸

د ریاست الوزراء په حکم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي تسلیم الله حقاني نن د یاد ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی دی نن ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته ورپېژندل شو. په دغه غونډه کې د وزارت مقام د دفتر رئیس مولوي نیازمحمد تقي، د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمد الله فطرت، د بشري زېرمو رئیس مولوي کریم شاه تېلوي، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د تحقیق او مطالعاتو رئیس مولوي هدایت الله حقاني، د سرحدي بررسیو رئیس مفتي محمد امین همدرد، د داخلي تفتیش رئیس محمد اسحق ادریس، د سرحدي سرغړونو د کشف رئیس مولوي حضرت محمد همدرد او کارکوونکوګډون کړی وو. د بشري زېرمو رئیس ښاغلي تیلوي د یادې ټاکنې په اړه د تقررحکم ولوست او نوموړی یې له فرهنګي چارو سره بلد او وړ شخصیت یاد کړ. د مقام د دفتر رئیس مولوي نیازمحمد تقي د خپلو خبرو په ترڅ کې ادلون بدلون د حکومتولۍ یو اصل وباله ویې ویل چې مسؤلیت یو امانت دی او دا امانت به په ښه توګه ادا کوو. نوموړي نوي ټاکل شوي رئیس ته په چارو کې د توفیق غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu