په پنچشېر ولایت کې ۴۰ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
Mon, Jan 29 2024 2:15 PM
خبر

۱۶\۷\۱۴۴۵ 

د پنجشیر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت په ابشار ولسوالۍ کې د دوو قومونو سنګي خیلو او ګلاب خیلو تر منځ ۴۰ کلنه شخړه د یوې قومي جرګې په ترڅ کې حل کړه. د دغې شخړې د حل په وخت کې د یاد آمریت آمر ملا عبد الباسط، علماء کرامو، قومي مشرانو او د ابشار ولسوالۍ مسؤلینو هم ګډون کړی وو. 

په پیل کې د یادې ولسوالۍ ولسوال ورغلي پلاوي او میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او خلک یې یووالي ته راوبلل، همداراز د یاد آمریت مسؤلینو او علماء کرامو د خبرو پر مهال د اسلام له نظره په پورتنۍ موضوع خپل علمي نظرونه وړاندې کړل او دواړه قومونه یې سولې ته را وبلل. 

په پاي کې دواړو قومونو د مسؤلینو په مخ کې یاد پلاوي ته عهد ورکړ چې نور دا شخړه پر دغه ځای پای ته ورسېده او له دې وروسته به په خپل منځ کې هیڅ کومه ستونزه ونه لري او له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې په یاده موضوع کې له دوی سره پوره همکار شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu