د وزارت له اړوند کتابتون څخه لیدنه

khoram_admin
Mon, Jan 15 2024 3:06 PM
خبر

۳/۷/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي احمد طه قادري د وزارت په مقَر کې د کارکوونکو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه له جوړ شوي کتابتون څخه لیدنه وکړه. د یادې لیدنې پر مهال  د وزارت د تحقیق او مطالعاتو رئیس مولوي هدایت الله حقاني او د وزارت نورو کارکوونکو هم ګډون کړی وو. 

مسلکي معین ښاغلي قادري کتابتون د کارکوونکو په علمي ظرفیت لوړونه کې اړین وباله، د کتابونو له ورځني کتاب څخه لیدنه وکړه او یادې کتابخانې ته یې د ځینو مهمو کتابونو د اضافه کولو غوښتنه وکړه. 

په ورته وخت کې د تحقیق او مطالعاتو رئیس ښاغلي حقاني وویل چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم یې د لوستونکو د اولیتونو په نظر کې نیولو سره ۶۳۴ ټوکه نوي کتابونه پېرلي دي چې د رسیماتو پر مهال په ورځني توګه لسګونه د مطالعې مینوال ور څخه ګټه اخلي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu