د کار او ټولنیزو چارو وزارت له استازو سره ناسته

khoram_admin
Mon, Jan 15 2024 11:21 AM
خبر

۲۳/۶/۱۴۴۵

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري ټاکل شوي پلاوي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یو شمېر ریاستونو له استازو سره د کار د قانون او د کارکوونکو د حقوقو په اړه ناسته وکړه. 

په دغه ناسته کې د راغلي پلاوي په مشرۍ ښاغلي نظر محمد خزان د یاد وزارت د غیر حکومتي مؤسسو آمر د وزارت د ټولو کارکوونکو د امتیازاتو په اړه خبرې وکړې، د دوی هڅونه او پر وخت د معاشاتو او نورو امتیازاتو ورکړه یې د کارکوونکو حق یاد کړ. نوموړي وویل: که چیرته د دولتي کارکوونکو مالي مصارفات پر وخت تادیه او په خپلو کارونو کې وهڅول شي په رسمي چارو کې به هیڅ ډول خنډ را منځته نه شي. 

بل خوا بیا  د وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي د راغلي پلاوي له لارښوونو او همکارۍ څخه مننه وکړه او د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړونې په برخه کې یې له یاد وزارت څخه د ورکشاپونو او سیمنارونو د دایرولو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu