په لوی پامیر کې په لومړي ځل مخابراتي شبکو فعالیت پیل کړ

org_admin
Sun, Jan 07 2024 1:10 PM
خبر


۲۵/۶/۱۴۴۵

‏ له کوچني پامير وروسته د بدخشان ولايت د واخان ولسوالۍ په ليري پرته سيمه (لوی پامير) کې هم د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې په فعاليت پيل وکړ.
د يادوني وړ ده چې د ۱۴۰۱ هـ ل کال د اسد په مياشت کې يادې سيمې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د شپږ ورځني سفر پر مهال د سيمې اوسېدونکو د ځينو نورو غوښتنو تر څنګ د مخابراتي شبکو د فعاليت غوښتنه هم درلوده چې د مخابراتو وزارت له لورې يادې سيمې ته د سلام دولتي مخابراتي شرکت پايې انتقال کړې او نور خصوصي شرکتونه يې هم هڅولي چې د هيواد ملي پارک واخان تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.
  
د ا.ا.ا له واکمنېدو وروسته د پاميرونو او واخان سيمو وګړي د روغتيا، زده کړو او نورو عامه خدمتونو ترڅنګ له نورو بشري مرستو څخه هم برخمن شوي.
پاتې دې نه وي چې له يادې سيمې څخه د چين تاريخي ورېښمو لاره هم تيريږي چې د ا.ا.ا کابينې يې د جوړولو پريکړه تصويب کړې او دغه راز لوی پامير ته په لومړي ځل د لارې جوړولو لپاره ثقيله ماشينري سيمې ته انتقال شوې.
 د سیمې خلک د اسلامي امارت له خدمتونو څخه خوښ او راضي دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu