د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې د قومي مشرانو ستونزې واورېدل شوې

org_admin
Sun, Dec 31 2023 3:18 PM
خبر

شنبه ۱۶\۶\۱۴۴۵

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر مولوي سید محمد سعید په خپل کاري دفتر کې د یاد ولایت د تیخونک سیمي له قومي مخورو او متنفذینو سره وکتل.
په دغه ناسته کې د یاد آمریت آمر ښاغلي سعید حاضرینو ته ښه راغلاست ووایه او یاد آمریت یې د قومونو ګډ کور وباله، نوموړي زیاته کړه: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د قومونو تر منځ همغږي او اتفاق را منځ ته کړي او د قومونو تر منځ د شخړو د حل او د بې اتفاقیو له منځه وړلو په برخه کې پوره هڅه کوي.  
په یاده غونډه کې قومي مخورو له آمریت سره خپلې ستونزې شریکې کړې چې د ښاغلي سعید له لوري ورته اطمینان ورکړل شو چې ستونزې به یې تر اړوند مرجعو رسوي او حل لارې به ورته لټوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu