د خوست ولایت د سرحدي ولسواليو  له یو شمېر کوچي قومي مشرانو سره کتنه

org_admin
Sat, Dec 16 2023 1:56 PM
خبر

شنبه ٣ دجمادي الثاني١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري  په خپل کاري دفتر کې د خوست ولایت سرحدي ولسواليو له يو شمير کوچي قومي مشرانو سره وکتل.

په پیل کې کوچي مشرانو سرپرست وزیر ته په چارو کې د توفیق غوښتنه وکړه او ویې ويل:  تاسو د دې دردمن ولس دوا او د هېواد د سرحدونو په حفاظت کې رغنده رول لوبولی او موږ ټول قومونه درباندې وياړو .
کوچي مشرانو همداراز د خپلو يو لړ ستونزو او غوښتونو د بيانولو په ترڅ کې وويل چې د اسلامي امارت چارواکي دې د خوست ولايت په کوچي مېشتو سرحدي ولسواليو کې د روغتيا، سړک جوړونې او د ښوونې او روزنې په برخه کې کار وکړي.

ورپسې د یاد وزارت سرپرست ښاغلي نوري  یادو مشرانو ته ښه راغلاست ووایه زياته يې کړه چې تاسو زړورو قومونو له امارت سره په جهاد کې تر خپلې وسې ونډه اخیستې، د ډيرو ستونزو پر وړاندې مو مبارزه کړې او د اسلامي نظام له مجاهدينو سره په گډه مو خپل هېواد  له هر ډول ناخوالو را اوچت کړی. سرپرست وزير د خپلو خبرو په دوام کې د راغلو قومي مشرانو د ستونزو حل خپل مسوليت وباله او ډاډ يې ورکړ چې د دوی د ستونزو او غوښتونو په حل کې به ورسره همکاري کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu