په بادغيس ولایت کې له قومونو سره د يووالي او همغږۍ غونډه

org_admin
Tue, Dec 05 2023 9:56 AM
خبر

 

 ١٦د جمادي الاول١٤٤٥

 

د بادغيس ولایت په مرکز کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رئيس مولوي عبدالرحمان رحماني، د بشري زېرمو رئيس مولوي کريم شاه تيلوي او د دغه ولایت له بېلابيلو ولسواليو  څخه راغلو گڼ شمېر ديني عالمانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

 

په یاده غونډه کې ویناوالو له اسلامي امارت سره د قومونو په همغږي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هېواد کې د دې نظام په راتګ سره امنیتي ګواښونه له منځه تللي او قومونه یو له بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي. دوی د خپلو سیمو اړوند ځینو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.  

 

ورپسې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلي رحماني او د بشري زېرمو رئيس ښاغلي تيلوي يادې غونډې ته  په خپلو خبرو کې وویل چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د دې ولس د بچیانو په پاکو وینو بریا ته رسېدلی. دوی په اطمیان سره زیاته کړه، چې دا نظام به هر افغان وګړي ته خپل حقوق ورکوي او ټولو ستونزو ته به حل لارې پیدا کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu