په دایکندي ولایت کې د یوه ۱۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

org_admin
Sun, Nov 12 2023 9:43 AM
خبر

۲۸/۴/۱۴۴۵

د دایکندي ولایت د مرکز اړوند د غدار په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه چې له پنځلسو کلونو را هیسې یې دوام درلود تېره ورځ د سرحدونو قومونواو قبایلو چارو د آمر حافظ محب الله سجاد  او قومي مشرانو په همغږۍ حل شوه. 

په یادو مراسمو کې ښاغلي سجاد د شخړې دواړه لوري سولې او یووالي ته راوبلل او د خلکو تر منځ بدي او شخړې یې د نسلونو تباهي یاده کړه. 

وروسته د یاد ریاست مسؤلینو او قومي مشرانو، چې له پخوا یې د دغې قضیې په اړه پوره تحقیق او څېړنه کړې وه په اړه یې دواړه لوریو ته قانع کوونکې دلایل وړاندې کړل او ښکېل لوري یې ورورولۍ ته راوبلل. په پای کې دواړه لوریو یاده پرېکړه ومنله او د دوی تر منځ د بدۍ په حل یې خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu