د خوست او پکتیا ولایتونو اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې څار او پلټنه

org_admin
Thu, Nov 02 2023 10:20 AM
خبر

 

۲۷/۳/۱۴۴۵
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت  د سرحدي پلټنو معینیت د خپل پلان سره سم د خوست او پکتیکا ولایتونو په مربوطاتو کې د ډیورنډ فرضي کرښه د ۲۸۵ کیلومتره په امتداد بررسي، څار او کتنه تر سره کړه. یاده بررسي د خوست د مرکز په شمول په ځاځي میدان، باک، علي شېر، ټني، سپېره او ګربز ولسوالیو او د پکتیکا په ګیانه او برمل ولسوالیو کې ترسره شوه. 

د دغې پلټنې او څار په نتېجه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مېشتو قومونو له مشرانو سره ناستې وشوې، د کانونو او طبیعې زیرمو د تثبیت په برخه کې لومړني معلومات راټول او د خلکو ستونزې واورېدل شوې چې د حل په برخه کې به یې عملاً اجراات ترسره شي. 

د یادولو وړ ده چې د هیواد د ټولو سرحدي پولو، صفري ټکو او ډیورنډ فرضي کرښې څار، پلټنه، د بندرونو نظارت، د سرحدي تخطیو مخنیوی او په نړیواله توګه د منل شویو سياسي پولو  اړوند د افغانستان د ټولو سرحدونو بررسي او نظارت ددې وزارت یوه مهمه دنده ده، د سرحډي بررسيو رياست توانيدلی چې د هیواد د پولو او ډیورنډ فرضي کرښې دداسي ساحو څخه بررسي او څارنه ترسره کړي چې په تيرو ۵۰ کلونو کې يې هيڅ نوع څار او بررسي نه وه تر سره شوې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu