د اسد ۲۸ مې د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کليزې په مناسبت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اعلاميه

mobta_admin
Sat, Aug 19 2023 7:38 PM

پوره یو سل او څلور کاله وړاندې (۱۲۹۸هـ ش، اسد۲۸مه) افغان مجاهد ولس د سرونو په قربانيو او فداکارۍ له انګریزي ښکېلاک څخه د ګران هېواد خپلواکي بېرته تر لاسه او افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې خپله خپلواکي رسما اعلان کړه. ددې وياړلې ورځې مبارکي د ازادۍ د لارې غازيانو، شهيدانو او ټول افغان غيور ولس ته وايم. د افغانستان متدين مجاهد او غيور ولس په تشو لاسونو او نشته امکاناتو د انګريزي اشغالګرو پر ضد جهاد او د خپلواکۍ مبارزه په ميړانه ترسره کړه او درې ځله يې انګريزي استعمار ته شرموونکې ماتې ورکړه. د هېواد د جيدو علماء کرامو، روحانیونو او قومي سپينږيرو او متدينو متنفذينو په لارښوونو او د هيواد باشهامته ځوانانو په سرښندنو او ستړیاو د انګريزي استعمار کمبله ورټوله او خپلواکي بيرته ترلاسه کړه، استعمار ځپلو ولسونو ته يې د ازادۍ روحیه ورکړه او په مغلوبو ملتونو کې يي نوې سا پو کړه. افغانستان مجاهد ملت په داسې حال کې ددې وياړلې خپلواکۍ د یو بل کال پوره کېدل نمانځي، چې په ګران هېواد کې مثالي امنيت تأمين، بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی او دوه کاله وړاندې د یو بل اشغال جرړې له بېخه ایستل شوې دي. زموږ مجاهدو اسلافو که په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د انګریز امپراتورۍ او شوروي اتحاد د یرغلونو پر ضد سینې سپر کړې، نو په یو ویشتمه پېړۍ کې يې اولادونو د یو بل لوی دعوه دار امريکا او متحدينو ماتې او شکست ولید. د هر يرغلګر په وړاندي ټول افغان ولس په يو صف او تر يوه بيرغ لاندې راټول او په ميړانه جنګيدلي او تل يې د خپل دين او وطن څخه په کلکه دفاع کړې. د اسد پر ۲۴مه د افغان مجاهد ولس د شل کلن جهاد د بريا او امريکايي اشغال او ددوئ د لاسپوڅو د ماتې ورځ هم زموږ د تاريخ له زرينو او وياړلو ورځو څخه ده چې په پايله کې يې زموږ پر ګران هيواد افغانستان يو ځل بيا اسلامي شرعي نظام حاکم او د بېساري امنيت او ارامۍ شاهدان يو. يو ځل بيا د استقلال د وياړمنې او پرتمينې ورځې مبارکي ټول مجاهد ولس ته وايم. د يو موټي، خپلواک او پر ځان بسيا افغانستان په هيله. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu