دلته ملي یووالی حاکم دی او ټولو قومونه د یووالي په ټغر ناست دي

mobta_admin
Mon, Aug 14 2023 9:08 PM
Mobta

۲۷/۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد ـ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یونما) له استازو سره ناسته وکړه. په یاده ناسته کې د دغه وزارت په کاري استقامتونو، د تېر کال پر لاسته راوړنو، د شخړو پر حل او ځینو نورو موضوعاتو بحث وشو. له یونما څخه راغلي پلاوي په هیواد کې د خلکو تر منځ د شخړو د علتونو، د سرحدي پلتنې او کوچیانو په کې د معلوماتو غوښتنه وکړه. د دغه وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد وویل: ګران هیواد افغانستان د تېرې جګړې د اور له کبله ډېر کړېدلی دی او دې جګړې له کبله بیلابیلې ستونزې، شخړې او دښمنۍ را منځته شوې دي خو لله الحمد د اسلامي امارت په راتګ سره موږ یاد مخالفتونه، شخړې او بدۍ د ولسي خلکو او قومي مشرانو په ملاتړ حل کړې دي او د یووالي د را منځته کولو لپاره مو بې پایه هڅې کړې دي. هغه زیاته کړه: موږ د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو د همغږۍ لپاره جرګې جورې کړې، د ولسونو سره مو له نژدې کتلي، د هیواد د ټولو سرحدي پولو او د ډیورنډ فرضي کرښې څخه مو بررسي ترسره کړې ده او د ولس د ټولو قومونو او کوچي قشر ستونزو ته مو رسېدنه کړې ده. ښاغلي عابد: وویل د اسلامي امارت له قائمېدلو را وروسته موږ د خلکو د یووالي لپاره شپه او ورځ په ځان یو کړې ده او دا په ډاډ سره ویلای شم چې دلته ملي یووالی حاکم ده او ټول قومونه د یووالي په ټغر ناست دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu