په کاپیسا ولایت کې یوه ۲۳ کلنه شخړه او بدي حل شوه

mobta_admin
Thu, Jul 27 2023 8:51 PM
mobta

۹/۱/۱۴۴۵

د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ د ګیاوې د سیمې د دوو کورنیو ترمنځ را منځته شوې شخړه چې له ۲۳ کلونو را په دېخوا یې ادامه لرله نن ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې په سوله بدله شوه. په دغه شخړه کې له طرفینو څخه ۳ تنه مړه او یو تن زخمي شوی و، چې نن د یاد ولایت سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت او د سیمې د مشرانو په همغږي په وروولۍ بدله شوه. د دغې شخړې د حل په مراسمو کې د یاد ولایت د مختلفو اداراتو مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مختلفو ولسوالیو مخورو حضور درلود. د غونډې په جریان کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي صدیق الله صیاد په شمول نورو مسؤلینو او علماء کرامو د اسلام د مبارک دين په رڼا کې خبرې وکړې او د عفوي، بخشش په اړه یې معلومات وړاندې کړل او ټول مېشت قومونه یې د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کولو ته راوبلل. په پای کې د دواړو لوریو په اړه د ټاکل شوي کمیسیون، علماء کرامو او مشرانو نیول شوې پرېکړه ټولو ګډونوالو ته واورول شوه او دواړه ښکېل لوري په خوشحالۍ یوبل ته غاړه غړۍ شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu