له ازبکستان هیواد سره د دوستانه اړیکو پیاوړتیا

mobta_admin
Sat, Jul 08 2023 1:47 PM
mobta

۱۶/۱۲/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د شمال زون د سرحدي ارزونې په موخه ټاکل شوې پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ازبکستان هیواد له استازو سره وکتل. په دغه کتنه کې د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم، د یاد ولایت د شپږمې سرحدي لیوا قومندان مولوي منصور جاوید او د ازبکستان هیواد استازو ګډون کړی وو. په لیدنه کې د یاد پلاوي په مشرۍ د همدغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس ښاغلي صمیم د سرحدي ټکو او سرحد مېشتو خلکو د ستونزو په اړه مفصلې خبرې وکړې او د یادو ستونزو د هواري ژمنه یې وکړه. نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې د ازبکستان هیواد استازو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له لوري به هیڅ ډول سرحدي ستونزې دوی ته نه پېښېږي. هغه له یاد پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره دي ښو اړیکو ته ادامه ورکړي تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ همداسي دوستانه اړیکې لا پیاوړې شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu