د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له قومي مشرانو سره ناسته

mobta-af
Tue, Jun 06 2023 2:50 PM
Mobta

سه شنبه/۱۷/ذوالقعدة/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد او د وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري د وزارت د غونډو په تالار کې د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له قومي مشرانو سره ناسته تر سره کړه. 

دغې ناستې ته د راغلیو درې واړو ولایتونو په استازیتوب مولوي محمد هاشم، حاجي قومندان، حاجي طالب او نورو ویناوې وکړې او ویې ویل: اسلامي حکومت د الله تعالی(ج) له لوري لوی نعمت دی چې پکې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.

Mobta

راغلیو مشرانو د وزارت او په ټوله کې د ا.ا.ا له اړوندو مسؤلینو څخه وغوښتل چې دوی ته دي د هغو وچو لرګیو د وړلو او خرڅولو اجازه ورکړي کوم چې له ډيره پخوا د سيمې خلکو رايوځای کړي او د سيلابونو له کبله له تلف کيدو سره مخ دي. هغوی د خلکو ستونزو ته په اشارې سره وویل: موږ د کښت او زراعت لپاره هیڅ ځمکه نه لرو او نه هم کومه بدیله د تجارت لاره شته، حکومت دي په دې برخه کې زموږ پر ستونزو جدي غور وکړي.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي عابد راغلیو قومونو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ستاسو مشرانو ستونزې زموږ ستونزې دي، موږ ولس ته د سهولت او آسانتیاوو برابرولو په برخه کې کار کوو او د خلکو ټولې غوښتنې راته قدرمنې دي. هغه راغلیو قومونو ته ډاډ ورکړ چې د غوښتنو په اړه به غور کوي.

وروسته د وزارت مسلکي معین ښاغلي قادري قومي مشرانو ته هرکلی وکړ او د اسلامي نظام قيام یې د ولس د قربانیو او دعاوو برکت یاد کړ. هغه وویل: اسلامي امارت د ولس ټول نېک اصلاحي نظرونه اوري او د عملي کولو کوښښ یې کوي. هغه زیاته کړه: ځنګلونه د هيواد ملي شتمني او سالم چاپيريال په رامنځته مولو کې مهم رول لري، ټول ولس بايد د شنو ونو او ځنګلونو د نه غوڅولو په اړه د اميرالمؤمنين فرمان ته غاړه کيږدي او د شنو ونو ساتنه وکړي.

هغه قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې له مسؤلو ارګانونو سره شریکوي او د حل کولو هڅه به یې کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu