اطلاعاتي فعالیتونه په اداره کې د ژبې حیثیت لري او دهېواد په کچه یې ترجماني کوي، مسلکي معين احمد طه قادري:

mobta-af
Mon, May 22 2023 12:08 PM
Mobta

يکشنبه ١ ذوالقعده الحرام ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نوي مسلکي معین ښاغلي مولوي احمدطه قادري نن له غرمې وروسته د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له رئیس اوکارکوونکو سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي مولوي احمد طه قادري پخپلو خبرو کې د اطلاعاتو اوعامه اړیکو ریاست یو ډېر مهم ریاست یاد کړ ویې ویل چې ياد ریاست د وزارت ژبه او د هېواد په کچه د وزارت ترجماني کوي ځکه چې دغه ریاست کولای شي په ډېره ښه توګه د وزارت کړنې اوفعالیتونه له ولس شره شریک کړي او وزارت ښه وځلوي چې تر اوسه پورې تاسې دغه ترجماني په ښه شکل ترسره کړې ده.

 ښاغلي قادري دغه راز  په همکارۍ اوهمغږۍ ټینګار وکړ له کارکوونکو یې وغوښتل  که هر څوک خپل مسؤلیتونه وپېژني کار ډېر ښه  پرمخ وړل کېږي په چارو کې د دوئ دبریا هیله وکړه.

Mobta

ورپسي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي ملا حمدالله فطرت هم پخپلو خبرو کې  د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د کار اوفعالیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړه د همکارۍ ډاډ یې ورکړ اود یاد ریاست  یو لړ تخنیکي اړتیاوې یې د پوره کېدو  په  موخه شریکې کړې.

چې په دې برخه کې هم ښاغلي احمدطه قادري د همکارۍ او اړتیا د پوره کولو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu