د بایزید روښان انستیتیوت د رغنیزو چارو د چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه

mobta-af
Thu, Apr 13 2023 10:01 AM
mobta

پنجشنبه /۲۲/ رمضان المبارک/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان انستیتیوت د څو بلاکونو د رغنیزو او ترمیماتي چارو د بشپړولو او چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه. یاده ناسته د نوموړي وزارت د مسلکي چارو د معین مولوي عبدالرحمن حقاني، د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، مالي او اداري رئیس محمد سلیم ستانکزي او د یادو شویو بلاکونو د قراردادي شرکت مسؤلینو تر منځ ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د مسلکې چارو معین ښاغلي حقاني د لیلیې بلاکونو د پاتې چارو چې پکې د یوه بلاک رنګول، د برق سیستم تکمیل، په کړکیو د جالیو لګول او نورې چارې شاملې وې یادونه وکړه او یادو شویو کارونو د بشپړولو او چټکتیا غوښتونکی شو. ورپسې یادو شویو رئیسانو او انجینیرانو د زده کوونکو ستونزې یادې کړې او زیاته یې کړه چې د همدغو بلاکونو له کبله د لیلیې زده کوونکي د استوګنې د ځای له مشکل سره مخ دي. دوی د یاد شرکت له مسؤلینو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او له دوی څخه یې د پاتي کارونو د ژر تکمیلېدلو غوښتنه وکړه. په اخیر کې د یاد شرکت مسؤلینو ژمنه وکړه چې د یوې هفتې په موده کې به ذکر شوي کارونه په ښه ډول ترسره کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu